Dec 20, 2019 17:34 Asia/Kabul
  • د پاکستان مختلف ښارونه سختې زلزلې ولړزول

د پاکستان د پائتخت اسلام اباد په شمول د پاکستان مختلف ښارونه سختې زلزلې چې تر دوو منټو پورې جاري وه سخت ولړزل.

د زلزلې د اندازې لګونکي مرکز د رپوټ له مخې دغه زلزله چې د ځاي وخت مطابق له ماسپښينه وروسته د يو کم څلوېښت منته د پاسه څلور بجې راغله شدت يې شپږ اشاريه څلور درجې وه او مرکز يې په هندوکش کښې دوه سوه لس کيلوميټره د زمکې په ژورتيا کښې وه.

د زلزلې جټکې په اسلام آباد، پېښور، لاهور، چترال، مالاکنډ، چکوال، راوالپنډۍ، ايبټ آباد، پاس دير، کوهاټ، سيالکوټ، پاړه چنار، حافظ آباد، جهلم، ډېره اسماعيل خان، نوښار، باجوړ، شبقدر، مري جهنګ او داسې نورو سيمو کښې هم محسوسې شوې.

زلزله دومره سخته وه چې خلق له ويره له کورونواو دفترونو بهر راووتل او وردونه يې شروع کړل.

په فوري توګه د زلزلې له امله د سر او مال تاوانونو څه راپوټ لا نه دے ترلاسه شوے.

 

ټیګونه