صهیونیسټ رژيم د پاکستاني چارواکو موبایلونه هیک کړل
Dec 22, 2019 04:06 Asia/Kabul
د سایبري جنګ په برخه کښې فعال یو صهیونیسټي شرکت د پاکستان د لږترلږه شلو حکومتي چارواکو موبایل ټیلیفونونه هیک کړې دي.
ګارډین خبر ورکړی چې پاکستاني رسنیو د تیرې لیندۍ میاشتې په وړومبیو کښې رپورټ ورکړ چې NSO group اسرائیلي شرکت د پاکستان په شمول د څو هیوادونو د جګ پوړو چارواکو په شخصي اکاؤنټونو پورې اړوند اطلاعات غلا کړې دي.
خبرو سرچینو ګارډین ته ویلي چې د یو زر او څلورو سوو مواردو په څیړلو سره معلومه شوه چې د دغو کسانو موبایلونه د دوو اونیو لپاره د سایبري حملې هدف ګرځیدلي او هیک شوې وو.
ټیګونه