د پاکستان دوو ورڼو څرنګه د کامپیوټر وایروس جوړ کړ؟
زمونږ خبریال وایی نن سبا غلا کول یوه(۱) ستره ستونزه ده که هغه د فیلمونو وی یا د کامپیوټر د سافټ ویرونو وی خو په ټوله دنیا کښې دغه غلا روانه ده .
دیرش کاله (۳۰) مخکې د پاکستان دوو (۲) وروڼو د سافټ ویرونو د غلا پرضد خپل جنګ پیل کړ او د دوې وسله د دنیا د لومړنی کامپیوټر وایروس وه .
دا د نولس سوه شپږ اتیایم (۱۹۸۶) میلادی کال خبره ده کله چې د امریکا د ډیل ویر() پوهنتون محصیلین په کامپیوټر کښې له عجیبه نښو نښانو سره مخامخ شول چې پکښې په موقته توګه د حافظې یعنی میموری ختمیدل ، د هارډ ډرائیو سست کیدل او داسې نور مشکلات شامل وو .
او په همدې وجه د دنیا ترټولو لومړنی پرسنل کامپیوټر وایروس جوړ شو چې اوس ورته برین نوم ورکړل شوی دی چې د کامپیوټر د میمورې یعنی حافظې په ختمولو سربیره د کامپیوټر هارډ ډرائیو سست کوی او په بوټ سیکټر کښې یو(۱) لنډ شان د کاپی رایټ پیغام لیکی .
د دنیا دغه لومړنی وایروس د پاکستان دوو(۲) وړونو باسط علوی او امجد علوی تیار کړی وو چې هغه وخت یې عمرونه اولس (۱۷) او څلرویشت () کلونه وو او هغوې په لاهور کښې د کامپیوټرونو یو(۱) دکان چلوه .
په دې وخت کښې دپاکستان دغو دوو (۲) وروڼو ته پته ولګیدله چې د دوې ګاهکان د دوې د لیکل شویو سافټ ویرونو غیر قانونی کاپیانې خپروی نو ځکه خو یې د ځواب د ورکولو فیصله وکړه .
د دې مقصد لپاره دپاکستان دغو دوو (۲) وروڼو د برین په نوم وایروس تیار کړ چې د سافټ ویر غلا کونکی ویروی خو دغه دواړه وروڼه وایی زمونږ هدف د کوم مجرمانه کار ترسره کول نه وو .
د پاکستان دغو دوو (۲) وروڼو په یوې مرکې کښې ویلی دی چې زمونږ هدف د کامپیوټر د ډیټا تباه کول نه وو ځکه چې زمونږ د وایروس په کوډ یا رمز باندې زمونږ نومونه ، ټیلی فون شمیره او د دکان ادریس هم موجود وو .
څوکاله مخکې امجد علوی په یوې(۱) مرکې کښې وویل د دغه وایروس هدف دا وو که چیرې کوم پروګرام په غیر قانونی ډول کاپی شی نو هلته وایروس ډاون لوډ شی .
د پاکستان دغو دواړو وروڼو د وایروس په خپریدا د څارنې طریقه هم جوړه کړی وه او په پروګرام کښې یې یوه (۱) برخه جوړه کړی ده چې ټول کاپی شوی شیان وپیژندی او معلوم کړی چې هغه کله کاپی شوی دی .
د پاکستان دغو دوو (۲) وروڼو ادعا وکړه دوې نه پوهیدل چې دغه وایروس به دومره خپور شی او د دوې له کنټرول څخه به ووځی .
خو د امریکا ټایمز اونیزې په نولس سوه اته اتیایم (۱۹۸۸) میلادی کال کښې په دې هکله یو(۱) مفصل راپور خپور کړ او د مجلې لومړۍ مخ ته یې هم د وایروسز نوم ورکړ چې پکښې په ځینو پیچلیو اړخونو رڼا اچول شوی وه .
د امریکا ټایمز اونیزې وویل د پاکستان دغو دوو (۲) وروڼو د خپلو سافټ ویرونو په هکله ډیر فکر کاوه خو دوې په خپله هم ګران بیه پروګرامونه لکه لوټس یو ، لوټس دوه او لوټس درې پروګرامونه کاپې کول او د هغوې دغه دریځ ډیر دلچسپ وو چې ویل یې په پاکستان کښې د کامپیوټر سافټ ویرونو ته کاپی رایټ حق نه دی حاصل شوی او د بوټ لیګ ډسکس تجارت کول کومه غلا نه ده .
دپاکستان دغو دوو (۲) وروڼو د دغه منطق پراساس د کامپیوټر پاکې کاپیانې په پاکستانیانو او له وایروس څخه اغیزمن شوی ورژنونه د امریکا په محصیلینو او سیلانیانو خرڅولې .