که تورونه ثابت شول نو سمدستی استعفا ورکوم
د پاکستان وزیراعظم د خپل هیواد خلکو ته ډاډ ورکړ چې که په پاناما پیپرز کښې د ده خلاف ادعایی تورونه ثابت شی نو سمدستی به استعفا ورکړی.
زمونږ خبریال د پاکستانی رسنیو په حواله رپورټ راکړی چې محمد نواز شریف ټینګار وکړ: که د پاناما پیپرز له لارې پر ما لګیدلی تورونه د با صلاحیته قضائی مراجعو لخوا ثابت شی نو یوه شیبه به ځنډ ونه کړم او وزاعظمی به سمدستی پریږدم.
نواز شریف وویل چې پریکړه یې کړې د پاکستان ترټولو لوړرتبه قضائی چارواکی ته یو لیک ولیږی او ورڅخه وغواړی چې د ده او د ده د کورنۍ خلاف د مطرح شویو تورونو د څیړنې لپاره یوه تحقیقاتی کمیټه جوړه کړی.
هغه په عین حال کښې ټینګار وکړ: که زما خلاف لګیدلی تورونه ثابت نه شی نو کوم کسان چې په دې تورونو ټینګار لری هغوی دې بیا په رسمی توګه بخښنه وغواړی.
د پاکستان د وزیراعظم نواز شریف د دریو اولادونو نومونه د پاناما په ایشوا شوی لسټ کښې موجود دی.