ایران او پاکستان د سرحدی مسائیلو په هکله غور وکړ
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i86989-ایران_او_پاکستان_د_سرحدی_مسائیلو_په_هکله_غور_وکړ
زمونږ خبریال وایی د ایران او د پاکستان چارواکو په کویټه ښار کښې په درویشتمې (۲۳) ګډې غونډې کښې سلامشورې وکړې .
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Jan 03, 2020 04:23 Asia/Kabul
  • ایران او پاکستان د سرحدی مسائیلو په هکله غور وکړ

زمونږ خبریال وایی د ایران او د پاکستان چارواکو په کویټه ښار کښې په درویشتمې (۲۳) ګډې غونډې کښې سلامشورې وکړې .

د ایران او د پاکستان حکومتی چارواکو د دغه غونډې په دوهمه(۲)  ورځ له ترهګرۍ او د نشه ییزو موادو له قاچاق ، د انسان  او د سونګو له قاچاق ، منظم شویو جرمونو او اقداماتو او له  ورانکارو فعالیتونو سره د مبارزې په شمول د سرحدی مسائیلو په هکله خبرې  وکړې .

د  ایران او دپاکستان په سرحدی سیمو کښې د پایداره کارونو رامینځته کول او  د امنیت ټینګول او د ځمکنی او د هوایی حریم د خلاف ورزۍ مخه نیول ، د ډرائیورانو په ټرانزیټی مشکلاتو غور کول او ایران ته د پاکستان د راتلونکو زیارتوالو د مشکلاتو  ختمول او هغوې ته د اسانتیاو برابرول د دواړو هیوادونو د چارواکو د خبرواترو نور چورلیزونه وو .

د ایران د اسلامی جمهوریت او د پاکستان ګډه درویشتمه (۲۳) سرحدی غونډه چې له تیرې چهارشنبې ورځ راهسې د بلوچستان صوبې په مرکز کویټه کښې پیل شوی ده تر نن هم  دوام لری .