اسلامي هیوادونه دې له امریکې سره اړیکې پرې کړي
د پاکستان د مجلس وحدت مسلمان عمومي منشي د سردار قاسم سلیماني د شهیدولو په لړ کښې د امریکې د ترهګر جنایت په غندلو سره، له دغه هیواد سره د اسلامي هیوادونو د اړیکو د غوڅیدو غوښتنه وکړه.
ناصر عباس جعفري د ډګر جنرال شهید قاسم سلیماني د شهادت په مناسبت د تسلیت په ویلو سره وویل: امریکایانو نن هغه ستر شخصیتونه شهیدان کړل چې په دې وروستیو کلونو کښې یې د سیمې له مظلومو ولسونو څخه په تیره بیا په عراق او سوریه کښې دفاع کړې ده.
هغه په دې خبرې سره چې د امریکې له خوا د اسلامي انقلاب د پاسدارانو لښکر د قدس ځواک د قومندان ټرور د اسلامي نړۍ خلاف د استکبار د یو نوي جنګ د پیلیدو په معنا دی، وویل: امریکا د سیمې د امنیت لپاره یو ستر ګواښ دی او په هم دې وجه پکار دي چې اسلامي هیوادونه ورسره خپلې اړیکې ختمې کړي او د هغې سفارتخانې بندې کړي.
هغه څرګنده کړه: ډیر زر به په سیمې او نړۍ کښې د ډګر جنرال قاسم سلیماني له شهیدونکو جنایتکارانو سخت غچ واخیستل شي.