په خیبر پښتونخوا کښې یو صوبایی وزیر وژل شوی دی
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i8710-په_خیبر_پښتونخوا_کښې_یو_صوبایی_وزیر_وژل_شوی_دی
د پاکستان په شمال لویدیځ کښې د خیبرپښتونخوا د دینی اقلیتونو د چارو وزیر د وسله والو کسانو په ډزو ووژل شو.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 23, 2016 16:05 Asia/Kabul
  • په خیبر پښتونخوا کښې یو صوبایی وزیر وژل شوی دی

د پاکستان په شمال لویدیځ کښې د خیبرپښتونخوا د دینی اقلیتونو د چارو وزیر د وسله والو کسانو په ډزو ووژل شو.

فرانسې خبری آژانس خبر ورکړی چې پاکستانی چارواکو ویلی سردار سورن سنګ پرون په د خیبر پښتونخوا صوبې په بونیر سیمه کښې کله چې پخپل ګاډی کښې روان و په موټر سایکل د سپرو وسله والو کسانو لخوا پرې ډزې وشوې او په ځاې ووژل شو.

د پاکستان دغه صوبایی وزیر چې سک مذهبه و د خیبرپښتونخوا په صوبایی اسمبلۍ کښې د دینی اقلیتونو یو نماینده و.

د پاکستان طالبانو ډلې د دې برید پړه منلې ده.