د پاکستان جماعت اسلامی نن په لاهور کښې اعتراضی پرلتۍ وهی
Apr 24, 2016 11:18 Asia/Kabul
دپاکستان د جماعت اسلامی ګوند پلویان نن مازیګر د پنجاب صوبې په مرکز لاهور ښار کښې اعتراضی پرلتۍ وهی.
زمونږ خبریال رپورټ راکړی چې د پاکستان د حکومت مالی فساد د جماعت اسلامی ګوند قهر راپارولی دی.
ټاکل شوې چې دپاکستان د جماعت اسلامی ګوند مشر سراج الحق په دغه غونډه کښې وینا وکړی.
دغه ګوند په پاکستان کښې د مالی فساد د ختمیدو غوښتونکی دی.