د نواز کورنۍ د دفترونو ټول اموال ضبط شول
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i87985-د_نواز_کورنۍ_د_دفترونو_ټول_اموال_ضبط_شول
د پاکستان احتساب ادارې د دغه هیواد د پخواني وزیراعظم محمد نواز شریف د کورنۍ په دفترونو کښې موجود ټول شیان ضبط کړل.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 16, 2020 03:04 Asia/Kabul
  • د نواز کورنۍ د دفترونو ټول اموال ضبط شول

د پاکستان احتساب ادارې د دغه هیواد د پخواني وزیراعظم محمد نواز شریف د کورنۍ په دفترونو کښې موجود ټول شیان ضبط کړل.

د اکسپریس نیوز د خبر له مخې، د پاکستان د احتساب ادارې افسرانو پرون په لاهور کښې د نواز شریف په کورنۍ پورې اړوندو دفترونو ته په ورتګ سره په دغو دفترونو کښې موجواد شیان او اموال ضبط او مصادره کړل.

د پاکستان د احتساب ادارې کسانو د نواز کورنۍ د غیرقانوني مالي ټرانزکشنونو په هکله د نویو ثبوتونو د موندلو په موخه د دغو دفترونو د کمپیوټرونو په شمول ټول شیان ضبط کړل.

ویل کیږي چې د دغو کمپیوټرونو په هارډ ډیسکونو کښې داسې مهم معلومات شته دي چې د لاهور په محکمه کښې د پاکستان د پخواني وزیراعظم نواز شریف او د هغه د ورور شهباز شریف خلاف کارول کیدی شي.

د ویلو ده چې د پاکستان سترې محکمې د ۲۰۱۷ کال په جنورۍ میاشت کښې نواز شریف د مالي فساد په تور له وزیراعظمۍ څنګته کړی او زنداني کړی و خو نن سبا د ناروغۍ د درملنې په پلمه په لندن کښې دی او ورور یې هم چې اوس د مسلم لیګ نواز ګوند مشر دی، په انګلستان کښې شپې سبا کوي.