عمران خان په هندوستان کښې د مسلمانانو قتلِ عام وغنده
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i88355-عمران_خان_په_هندوستان_کښې_د_مسلمانانو_قتلِ_عام_وغنده
د پاکستان وزیراعظم په هندوستان کښې د دغه هیواد د امنیتي ځواکونو او تندلارو په لاس د مسلمانانو وژله سخته غندلې ده.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 01, 2020 02:38 Asia/Kabul
  • عمران خان په هندوستان کښې د مسلمانانو قتلِ عام وغنده

د پاکستان وزیراعظم په هندوستان کښې د دغه هیواد د امنیتي ځواکونو او تندلارو په لاس د مسلمانانو وژله سخته غندلې ده.

عمران خان پرون د ښاریزتوب په نوې قانون باندې د اعتراض په نتیجه کښې په هندوستان کښې په روان تشدد کښې د مسلمانانو وژلې ته په غبرګون کښې د هندوستان د مسلمانانو ستونزو ته د نړیوالې ټولنې د پاملرنې غوښتنه وکړه.

د پاکستان وزیراعظم د هند د ښاریزتوب نوی قانون یوه توکمپاله آیډیالوجي وبلله او د هغه په لغو کیدو یې ټینګار وکړ.

د ویلو ده چې په هندوستان کښې د ښاریزتوب په نوي قانون باندې د اعتراض کونکو مسلمانانو خلاف د هندي پوځیانو او تندلارو هندوانو په وروستیو بریدونو کښې ۴۲ تنه وژل شوي او ۳۰۰ نور ژوبل شوې دي.