په چمن کې د پاکستان او افغانستان پوله بیا وتړل شوه
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i88365-په_چمن_کې_د_پاکستان_او_افغانستان_پوله_بیا_وتړل_شوه
د چمن پوله له تورخم پولې وروسته د پاکستان او افغانستان دوهمه ستره سرحدي لاره ده .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 01, 2020 12:13 Asia/Kabul
  • په چمن کې د پاکستان او افغانستان پوله بیا وتړل شوه

د چمن پوله له تورخم پولې وروسته د پاکستان او افغانستان دوهمه ستره سرحدي لاره ده .

زمونږخبریال له کابله راپورراکړ  په افغانستان کې د پاکستان سفارت  نن دیوې اعلامیې په خپرولو سره وئيلي دي ، دپاکستان حکومت  د کرونا ناروغۍ د خوریدا دمخنیوي په خاطر  دچمن  سپين بولدک ستره سرحدي لاره  تر یوې ا ونۍ پورې یعني له سبا تر  بلې دوشنبې ورځې پورې تړي .

 د چمن پوله  له تورخم پولې وروسته  د پاکستان او افغانستان دوهمه ستره سرحدي لاره ده .

 د افغانستان حکومت  هم  هره ورځ  په د غه هیواد کې د کرونا ویروس دخوریدا په باب  راپورونه خپروي  چې  په اساس ئې تر دې دمه  په لسګونو شکمن کسان  په روغتونونو کې قرنطینه کړي دي .  په عین حال کې  د افغانستان د عامې روغتیا وزارت  تر دې دمه په دغه هیواد کې یوازې د کرونا یو مورد  چې مثبت ثابت شوی تائيد کړ ی دی .