هندی حکومت دې د افراطي هندوانو دجنایتونو مخه ونیسي
د پاکستان دغو پاریدلو خلکو پر ملګروملتو او اسلامی ملګرتیا موسیسې غږ کړی ،د هندوستان دمسلمانانو دملاتړ لپاره دې خپل رول ولوبوي .
ایرناخبری اژانس راپورورکړ د پاکستان په لسګونو ښارونو کې پرون په لسګونو زره خلکو د مسلمانانو په ضد د هندی حکومت د تاؤتریخوالو په محکومولو کې سترې مظاهرې کړي او د هندي حکومت مرموزي چپتیا ئې په کلکه رټلې ده .
د پاکستان خلکو په دغو مظاهرو کې د هندی حکومت په ضد په سختو شعارونو سره د مسلمانانو په ضد دهندي حکومت د جنایتونو په وړاندې د نړیوالې ټولنې په چپتیا هم سخته نیوکه کړې .
د پاکستان دغو پاریدلو خلکو پر ملګروملتو او اسلامی ملګرتیا موسیسې غږ کړی ،د هندوستان دمسلمانانو دملاتړ لپاره دې خپل رول ولوبوي .
دا په داسې حال کې د ي د اسلامی انقلاب معظم لارښود او د مسلمانانو ولی امر حضرت آیت ا... العظمي سید علی خامنه اي او همدرااز د ایران حکومت هم پر هندي حکومت غږکړی،د افراط پالو دجنایتونو له امله د نړۍ دمسلمانانو زړونه داغي شوي دي،په په اسلامی نړۍ کې له منزوي کیدو دې ځان وژغوري او د مسلمانانو په ضد د روانو جنایتونو مخه دې ونیسي .
په تیرو کابو لسوورځو کې دهندوستان د مسلمانانو په ضد د افراطي هندوانو وحشي ډوله اقداماتو له امله کابو ۵۴کسان وژل شوي او په سلګونو نور ټپيان شوي او د نوي ډيلي په شمال ختیځي سیمو کې په مسلمان میشته برخو کې د جوماتونو پر سوزولو سربیره بوږنونکو جنایتونو څخه انسانیّت شرمیدلی دی .