پاکستان اېټاليا ته الوتونه لغو کړل
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i88593-پاکستان_اېټاليا_ته_الوتونه_لغو_کړل
پاکستان د کورونا وائرسو له خپرېدو څخه د مخنيوي لپاره د مارچ تر يو دېرشمې پورې اېټاليا ته نېغ په نېغه الوتونه لغو کړل.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 12, 2020 02:41 Asia/Kabul
  • پاکستان اېټاليا ته الوتونه لغو کړل

پاکستان د کورونا وائرسو له خپرېدو څخه د مخنيوي لپاره د مارچ تر يو دېرشمې پورې اېټاليا ته نېغ په نېغه الوتونه لغو کړل.

د اېکس پرېس نيوز د رپوټ له مخې د پاکستان د هوائي چلن ادارې د يوې بيانيې په صادرولو سره پاکستان ته د اېټاليائي مسافرو ورتګ منعې او د اېټاليا مېلان ته يې خپل الوتونه اودرولي دي.

د پاکستان د ملي هوائي چلند په بيانيه کښې راغلي دي ټول هغه کسان چې د اروپائي هېوادونو مليت لري کولې شي د فرانسې پائتخت پېرس ښار ته د سفر لپاره د پاکستان له الوتکو استفاده وکړي او بيا دط خپل مقصد ته روان شي.

پاکستان له دې مخکښې هم په دغه هېواد کښې د کورونا وائرسو د خپرېدو د کنټرول او مخنيوی لپاره چين او قطر ته خپل نېغ په نېغه الوتونه لغو کړي دي.

په پاکستان په کورونا وائرسو د اخته کسانو شمېر نولسو تنو ته رسېدلے  دے.