نړیواله ټولنه دې د هندي مسلمانانو دعامې وژلې مخه ونیسي
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i88628-نړیواله_ټولنه_دې_د_هندي_مسلمانانو_دعامې_وژلې_مخه_ونیسي
میرمن عایشه فاروقي د افراطي هندوانو په لاس د مسلمانانو عامه وژله او یوازې په څلورو ورځو کې د څه دپاسه څوارلسو جوماتو ړنګول یو هدفمن اقدام وباله او پر نړیوالې ټولنې ئې غږ وککړ په هندي حکومت په دباؤ اچولو سره دې د انساني غمیزې د پيښدو مخه ونیسي.
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Mar 14, 2020 05:03 Asia/Kabul
  • نړیواله ټولنه دې د هندي مسلمانانو دعامې وژلې مخه ونیسي

میرمن عایشه فاروقي د افراطي هندوانو په لاس د مسلمانانو عامه وژله او یوازې په څلورو ورځو کې د څه دپاسه څوارلسو جوماتو ړنګول یو هدفمن اقدام وباله او پر نړیوالې ټولنې ئې غږ وککړ په هندي حکومت په دباؤ اچولو سره دې د انساني غمیزې د پيښدو مخه ونیسي.

زمونږخبریال راپور راکړ  د پا کستان د خارجه وزارت ویندوئې میرمن عایشه فاروقي پرون  په خبري کنفرانس کې پر نړیوالې ټولنې غږ کړی ،په هندوستان کې د مسلمانانو  دعامې وژلې  دد ریدا او  په دغه هیواد کې د انساني حقوقو  د جوتو خلاف ورزیو په باب دې عملي ګامونه پورته کړي .

 میرمن فاروقي  دهندي مسلمانانو په  اوسني وضعیّت  داندیښنې په څرګندولو سره ، په د غه هیواد کې د مسلمانانو کړول او مذهبی توپیر په کلکه محکوم کړ .

 د  پاکستان د خارجه وزارت ویندوئې  زیاته کړې ، اسلام اباد  د ملګروملتو ،اسلامی ملګرتیا موسسې  او دبشری حقوقو د درستو اورګانونو پشمول له نړیوالې ټولنې غواړي ،څو په هندوستان کې دې د  مذهبي لږکیو په تیره بیا  د مسلمانانو په ضد د غیر قانونی کړچار او توکمیزو سیاستونو د درولو لپاره  عملی اقدامات وکړي . میرمن عایشه فاروقي  د افراطي هندوانو په لاس د مسلمانانو عامه وژله او  یوازې په څلورو ورځو کې د څه دپاسه څوارلسو جوماتو  ړنګول یو هدفمن اقدام وباله او پر نړیوالې ټولنې ئې غږ وککړ  په هندي حکومت په دباؤ اچولو سره دې د انساني غمیزې د پيښدو مخه ونیسي.