د کورونا له امله پاکستان کښې له دوو وړومبنيو مړو کسانو څخه يو له سعودي او بل له اماراتو راستون شوے ؤ
د پاکستان چارواکو په دغه هېواد کښې د کورونا وائرسو له امله د وړومبنيو دوو کسانو د مړينې په تائيدولو سره وويل چې په دې وروستيو ورځو کښې يو له سعودي او بل له اماراتو راستون شوے ؤ.
د پاکستاني رسنيو د رپوټ له مخې د دغه هېواد د روغتيا مرستيال وزير ډاکټر ظفر مرزا وويل، د کورونا وائرسو له کبله وړومبني مړ شوي کس تعلق د خېبر پښتونخوا صوبې له مردان سره دے چې په سعودي کښې له عمرې څخه راستون شوے ؤ.
همدارنګ د خېبر پښتونخوا صوبې د روغتيا وزير تيمورخان جهګړا وويل، د کورونا وائرسو له کبله دويم مړ شوےکس د دغې صوبې د هنګو سيمې ؤ چې په دې وروستيو کښې له د اماراتو له دبۍ څخه راستون شوے ؤ او د پېښور په ليډي ريډينګ اسپتال کښې د دغې بيماري په وجه وفات شو.
د وروستيو رپوټو له مخې په پاکستان کښې په کورونا وائرسو د اخته بيمارانو شمېر ۳۱۰ تنو ته اورسېد. په ټول هېواد کښې ټولې سرکاري او غېر سرکاري تعليمي ادارې او په اکثرو ښارونو کښې دفترونه، مارکيټونه، هوټلونه او بازارونه وتړل شول.