د پاکستان د لمړی وزیر نوی مشکلات
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i8899-د_پاکستان_د_لمړی_وزیر_نوی_مشکلات
د مالی فساد په باره کی د پانامالیکس د اسنادو په نامه د یو رپوټ خپریدا،چی د پاکستان د لمړی وزیر، محمد نواز شریف، په شمول یو شمیر پاکستانی سیاستمداران پکی شاملیږی، د ده او د هغه د کورنۍ لپاره، په یوې نوې ستونځې باندی اوښتې ده.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 25, 2016 11:09 Asia/Kabul
  • د پاکستان د لمړی وزیر  نوی مشکلات

د مالی فساد په باره کی د پانامالیکس د اسنادو په نامه د یو رپوټ خپریدا،چی د پاکستان د لمړی وزیر، محمد نواز شریف، په شمول یو شمیر پاکستانی سیاستمداران پکی شاملیږی، د ده او د هغه د کورنۍ لپاره، په یوې نوې ستونځې باندی اوښتې ده.

د پاکستان د دولت مخالفانو اعلان کړئ؛ چی له قدرت څخه د نواز شریف د ایسته کولو لپاره، په پراخو مظاهرو لاس پوری کوی. په تیرو ورځو کی، په اسلام آباد کی د تحریک انصاف مشر، عمران خان، او په لاهور کی د حزب جماعت اسلامی ګوند، او همداراز د تحریک عوامی ګوند مشر،طاهر القادری، د پرلتۍ په وهلو سره؛ د مالی فساد په هکله په لمړی وزیر، نواز شریف، او د هغه په کورنۍ باندی د ور اړول شویو تورونو په روښانه کیدو باندی د ټینګار په ضمن کی، له قدرت څخه د هغه د څنګته کیدو غوښتنه کړې ده.

مخالفان باوری دی، چی د پاکستان لمړئ وزیر؛ له اخلاقی نظره نور نو د هیواد د کنټرولولو لیاقت نه لری، او باید له قدرت څخه لاس واخلی. د لمړی وزیر په خلاف د مخالفو ګوندونو د اعتراضونو نوئ دور، پداسی حال کی پیل شوئ، چی د پاکستان د پوځ لوی قوماندان هم، تر اوسه پوری؛ د یو ډګر وال، او یو ستر جنرال په شمول،یوؤلس تنه افسران له خپل مقام څخه ایستلی دی.

د پاناما لیکس په نامه د خپاره شویو اسنادو، او د مخالفانو د څرګندونو په اساس، د پاکستان لمړی وزیر، محمد نواز شریف، نږدی ۳۰۰ میلیون ډالره، په غیر شفافه توګه د دغه هیواد په بهر کی پانګونه کړې ده، او د هغه بچیان هم تورن دی، چی په اروپا کی یی یو شمیر شرکتونه تاسیس کړی، او په لندن کی یی ګران بیې ځمکې اخیستی دی.

تیر کال، د نواز شریف د دولت مخالفانو، په تیره بیا عمران خان، په انتخاباتو کی په درغلۍ باندی د هغه په تورنولو سره، له قدرت څخه د نوموړی د ایسته کیدو لپاره، ډیرې هلې ځلې وکړې. لیکن نواز شریف، د بحران په کنټرولولو او د تحقیق کمیسیون له خوا د انتخاباتو د درست والی په تائیدولو سره، د مخالفتونو په مخنیوی کولو، او د خپل کار په دوام ورکولو باندی بریالئ شو. خو سره له دې حاله، د نواز شریف او د نواز مسلم لیګ واکمن ګوند په خلاف مخالفتونه، د خوږلن په توګه پاتی شول، او په اوس حال کی د پانامالیکس په نامه د اسنادو په خپریدو سره، را برسیره شول، او نوموړئ یی د نوې ستونځې سره مخامخ کړئ دئ.

له قدرت څخه ایسته کیدو ته د نواز شریف د مجبورولو لپاره، د مخالفانو مخکنیو هلوځلو ته په پام سره، دئ هماغه شان د هغوی د نویو هلوځلو ماتې ته هیله من دئ، او د عمران خان او طاهر القادری په شان کسانو، مخالفتونه، جدی نه ګنی.

د نواز شریف د دولت د ډیر ستر مخالف ګوند په توګه، پیپلز پارټۍ هماغه راز د پاناما لیکس د رپوټ په وړاندی چوپتیا غوره کړې ده، ځکه چی د دغه ګوند د یو شمیر مشرانو نوم هم، پدغه رپوټ کی لیدل کیږی. سره له دې، د نواز مسلم لیګ واکمن ګوند، د پخوا په شان د قدرت د دوام لپاره، د پیپلز پارټۍ ملاتړونو ته اړتیا لری.

لندن ته د نواز شریف وروستئ سفر، او د پیپلز پارټۍ د یو لوړ پوړی مقام«آصف علی زرداری» سره، د هغه کتنه په همدې زمینه کی ارزوله کیږی. پدی منځ و مان کی؛ د پام وړ او اغیز شیندونکې موضوع په توګه، د پاکستان د پوځ دریځ دئ. د فساد سره په جدی مقابلې باندی د پاکستان د پوځ د مشر، جنرال راحیل شریف، ټینګار، او د هغه دا خبره چی په فاسدو کسانو سره ټولنه نشی اداره کیدلای، پدی هیواد کی سیاستمدارانو او ګوندی مشرانو ته، یو ډول خبر دارئ ګنل کیږی. راحیل شریف پدې باره کی په لمړنی اقدام کی، په بلوچستان صوبه کی د پوځ یو شمیر لوړ پوړی افسران، له کاره ګوښه کړل.

له دې رویه، دا احتمال چی د دولت مخالفان هڅه وکړی، د پاناما لیکس د رپوټ د روښانه کولو لپاره، د پوځ ملاتړ لاسته راوړی، او نواز شریف، له قدرت څخه لاس اخیستو ته اړ باسی؛ کولای شی د مسلم لیګ واکمن ګوند لپاره اندیښمنونکئ وی. داسی بریښی چی دغه رپوټ د نواز شریف د کورنۍ لپاره هم، په حیثیتی مسئلې باندی بدل شوئ، او د مخالفانو په باور، نواز شریف باید له رسوایۍ څخه، د ځان او د خپلې کورنۍ د برې کولو لپاره هڅه وکړی، او دغه کار باید د یو بی پلوه او د ټولو ډلو او ګوندونو له خوا د یو تائید وړ کمیسیون په وسیله وشی.

په هر حال، د نواز شریف د دولت یو شمیر مخالفان، د پانامالیکس د رپوټ په وړاندی د هغه په ځواب ویلو باندی د ټینګار په کولو سره، له قانونی لارو او د ډموکراسۍ په اساس، د یاد رپوټ په تعقیبولو باندی ټینګار لری، او د پرلتۍ او د مظاهرو د ترسره کیدو په شمول، د غیر قانونی لارو سره چی، کولای شی د پاکستان امنیت په خطر کی واچوی؛ مخالف دی.