د پاکستان پوځ د هندوستان جاسوسي چورلکه نسکوره کړه
Apr 09, 2020 08:39 Asia/Kabul
د پاکستان د پوځ دافع هوا ځواک د هندوستان د پوځ یوه بې پایلټه جاسوسي چورلکه نسکوره کړې ده.
د پاکستان د پوځ دافع هوا ځواک د هندوستان د پوځ یوه بې پایلټه جاسوسي چورلکه نسکوره کړې ده.
د ایرنا د خبر له مخې د پاکستان رسنیو نن سهار د دغه هیواد د پوځ د بیانیې له مخې خبر ورکړ چې پاکستاني ځواکونو د کشمیر په کنټرول لاین کښې د دغه هیواد د هوايي حریم د خلاف ورزۍ کولو په وجه د هند یوه جاسوسي چورلکه نسکوره کړه.
د پاکستان پوځ وویل چې دغه هندي ډرون د جاسوسۍ په موخه تر ۶۰۰ میټرو د پاکستان سرحدي حدودو ته ننوتی و او دا په ۲۰۰۳ کال کښې د دواړو هیوادونو ترمینځ د اوربند د شوې موافقې یوه بله خلاف ورزي ده.
ټیګونه