د پاکستان جنګی الوتکه نسکوره اوپیلوټان ئې هم وژل شوي
دا په روان ۲۰۲۰کال کې د پاکستان د هوائي ځواک څلورمه جنګي الوتکه ده چې نسکوریږي . په فرورۍ میاشت کې هم دهوائي ځواک دوه الوتکې نسکورې شوي وې . همداراز په جنورۍ کې هم د پاکستان یوه پوځي الوتکه نسکوره شوي وه چې دواړو پیلوټانو ئې هم ژوند له لاسه ورکړی ؤ .
زمونږخبریال له اسلام اباده راپور راکړ دپاکستان پوځ نن دیوې اعلامیې په خپرولو سره وئيلی دي ،دغه مشاق نومې جنګي الوتکه د پنجاب صوبې له ګجرات سره نزدې د روزونکي ماموریت په وخت ناڅاپي نسکوره شوې ده او دواړه پيلوټان ئې هم وژل شوي دي .
ددغې جنګي الوتکې دنسکوریدا علت دخبر ترمخابیره کیدا پورې نه دی ښودل شوی په عین حال کې دپاکستان هوائي ځواک مسئولانو د څيړنو لپاره یوه کمیټي جوړه کړې ده .