پاکستان یوځل بیا د هندوستان د سفارت شاذدافیر وروباله
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د خپل هیواد په خاوره کښې په استوګنو سیمو باندې د هند د سرحدي ځواکونو په ډزو باندې په اعتراض کښې، په اسلام آباد کښې د هندوستان د سفارت شاذدافیر وروباله.
د پاکستان خارجه وزارت په یوه خبرپاڼه کښې وویل چې اسلام آباد د ګډ کنټرول لاین په اوږدو کښې د هند د سرحدي ځواکونو له پرونۍ بمبارۍ وروسته چې د یو دوه کلن ماشوم د مړینې او د څلورو نورو پاکستانیانو د زخمي کیدو سبب شوه، د هندوستان د سفارت شاذدافیر احضار کړ او خپل سخت اعتراض یې ورته ابلاغ کړ.
خبرپاڼه زیاتوي چې په کنټرول لاین کښې د هندي ځواکونو له خوا د درنو وسلو استعمال په سیمه کښې د صلحې او ثبات لپاره جدي ګواښ دی چې د کشمیر له کړکیچنو حالاتو د عامه افکارو د غړولو او د هندي پوځیانو له خوا په دغې سیمې کښې د بشري حقوقو د څرګندې خلاف ورزۍ په لړ کښې بڼه نیسي.
د پاکستان خارجه وزارت په استوګنو سیمو باندې د بې وجې ډزو په لړ کښې د هندوستان د اقدام په غندلو سره له نوې ډیلي وغوښتل چې د اوربند په موافقې پابند ووسي.