پاکستان د عمومي قرنطینه موده تمدید کړه
Apr 15, 2020 13:04 Asia/Kabul
د پاکستان وزیراعظم د کرونا وایرس سره د مبارزې په موخه په دغه هیواد کښې د عامې قرنطینه موده دوه اونۍ نوره تمدید کړه.
تسنیم خبري آژانس لیکلي چې د عمران خان د حکم له مخې د پاکستان په ټولو ښارونو کښې د غیرضروري تګ راتګ د منعې قوانین به اجرا شي او پوځي او پولیس ځواکونه له خلاف ورزي کونکو سره قانوني چلند کوي.
په دغې موده کښې به ښوونځي، پوهنتونونه، سینماګانې، بازارونه او ځايي کار کسب بند وي او په ټول هیواد کښې هر ټول اجتماع هم غیرقانوني ده.
په پاکستان کښې عمومي قرنطینه له تیرو دوو اونیو څخه پیل شوې دي.
نن سبا په پاکستان کښې د کرونايي ناروغانو شمیر کابو شپږو زرو ته رسیدلی دی.
ټیګونه