پاکستان نن بیا د هندوستان د سفارت شاذدافیر وروباله
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i89349-پاکستان_نن_بیا_د_هندوستان_د_سفارت_شاذدافیر_وروباله
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په اسلام آباد کښې د هندوستان د سفارت شاذدافیر په تیرو ۴۸ ساعتونو کښې په دویم ځل وربللی دی.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 15, 2020 13:13 Asia/Kabul
  • پاکستان نن بیا د هندوستان د سفارت شاذدافیر وروباله

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په اسلام آباد کښې د هندوستان د سفارت شاذدافیر په تیرو ۴۸ ساعتونو کښې په دویم ځل وربللی دی.

د پاکستان خارجه وزارت نن په یوه خبرپاڼه کښې وویل چې اسلام آباد د هند د سرحدي ځواکونو له خوا د کشمیر په کنټرول لاین کښې د اوربند د تړون د خلاف ورزۍ په دوام او د ملکي وګړو په هدف ګرځولو باندې اعتراض کښې په پاکستان کښې د نوې ډیلي شاذدافیر احضار کړ.

د پاکستان د خارجه وزارت د سویلي آسیا د چارو لوې مدیر زاهد حفیظ چودري د هندي ځواکونو له خوا د استوګنو سیمو د ویشتلو په غندلو سره وویل: د کشمیر په کنټرول لاین کښې د هندي ځواکونو په پرونیو ډزو کښې یو پاکستاني وګړی ژوبل شوی دی.