پاکستان يو ځل بيا په ايران د بنديزونو په ختمولو تاکيد وکړ
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i89435-پاکستان_يو_ځل_بيا_په_ايران_د_بنديزونو_په_ختمولو_تاکيد_وکړ
د پاکستان حکومت يو ځل بيا په ايران د امريکې د بنديزونو د ختمولو په ضرورت تاکيد وکړ.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 19, 2020 10:02 Asia/Kabul
  • پاکستان يو ځل بيا په ايران د بنديزونو په ختمولو تاکيد وکړ

د پاکستان حکومت يو ځل بيا په ايران د امريکې د بنديزونو د ختمولو په ضرورت تاکيد وکړ.

له اسلام آباده زمونږ د خبريال د رپوټ له مخې مېرمن عائشه فاروقي وويل، د يو دوست او ګاونډي هېواد په توګه د بنديزونو په وجه د کورونا وائرسو د مديريت لپاره د ايران مخې ته له مشکلاتو پوره خبر يوو، نو ځکه د ايران په خلاف د امريکې د بنديزونو د ختمولو لپاره به خپلو صلاح مشورو او هلوځلو ته دوام ورکړوو.

د پاکستان د خارجه وزارت وياندې زياته کړه، د کورونا د نړيوال بحران له شروع کېدو سره په يو وخت د پاکستان وزيراعظم عمران خان او خارجه وزير شاه محمود قريشي او د دغه هېواد نورو چارواکو د ايران د بنديزونو د ختمولو لپاره صلاح مشورې شروع کړې تردې چې دغه موضوع د امريکې کانګرس ته هم اورسېده.

مېرمن عائشه فاروقي واضحه کړه، ايران زمونږ يو دوست او ګاونډي هېواد دے او طبيعي خبره ده چې په کورونا بحران کښې هم دواړه هېوادونه خپلې ملګرتياوې زياتې کړي او په ګډه توګه د رامنځته شويو مشکلاتو د هوارولو لپاره کوشش وکړي.

د پاکستان د خارجه وزارت وياندې د پاکستاني زائرينو د ستنېدو د بهير په باره کښې د ايران او پاکستان د حکومتونو ملګرتيا ته په اشارې سره وويل، مونږ د خپلو زائرينو خدمت رسونې لپاره د تهران له کوششونو منندوے يوو.

پاکستان له مختلفو هېوادونو څخه د خپلو وطنوالو د راستنولو لپاره خصوصي الوتونه شروع کړي دي.

له ايران سره د پاکستان د پولو په تړل  کېدو سره ټاکل شوې ده تقريباً درې سوه پاکستان زائرين چې په ايران کښې موجود دي په خصوصي الوتونو سره خپل هېواد ته ستانه کړې شي.