په هندوستان کې دمذهبی لږکیو دحقوقو خلاف ورزۍ اندیښمنونکي دي
د پاکستان دخارجه وزارت ویندوئې وئیلی دي ،د مسلمانانو په ضد دخپلو موخو د پرمختګ لپاره له کرونائي بحران څخه دهندي حکومت ناسمه استفاده هماغه راز دوام لري او دغې موضوع دبشري حقوقو د ملاتړو اعتراضونه هم په ځان پسې درلودلي دي.
زمونږخبریال راپور راکړ د پاکستان د خارجه وزارت ویندوئې میرمن عایشه فاروقي پرون په یولړڅرګندونو کې د مذهبی لږکیو په تیره بیا د مسلمانانو په ضد دهندي حکومت په کرغیړنو سیاستونو په سختو نیوکو سره د پاکستان په ضد د هندي خارجه وزارت پرونۍ اعلامیه غیر مسئولانه او بې اساسه بللې او وئیلی ئې دي ،دهندی مسلمانانو په ضد د هندی حکومت دتوکمپالو کړنو د وام باندې دنړیوالې ټولنې نیوکې هم په زیاتیدا دي .
د پاکستان دخارجه وزارت ویندوئې وئیلی دي ،د مسلمانانو په ضد دخپلو موخو د پرمختګ لپاره له کرونائي بحران څخه دهندي حکومت ناسمه استفاده هماغه راز دوام لري او دغې موضوع دبشري حقوقو د ملاتړو اعتراضونه هم په ځان پسې درلودلي دي.
داپه داسې حال کې دي چې په هندوستان کې توکمپالو هندي چارواکو اومسئولانو له کرونائي بحران څخه په ناوړه استفادې سره د مسلمانانو په ضد په روغتونونو اودرملیزو مرکزونو کې هم خپلو توکمپالو اقداماتو ته دوام ورکړی او په روغتونونوم او درملیزو مرکزونو کې دمسلمانانو د درملنې مخنیوي کوي ، په همدې علت په یوه روغتون کې د یوې مسلمانې امیندوارې له منلو په یوه هندي روغتون کې له منلو په ډډه کونې پسې نوزیږې سا ورکړې ده ، چې دغه کرغیړن کړچار په ځان پسې سختې نیوکې درلودلي دي .
افراطي هندوانو په همداوروستیو شپو ورځو کې له کرونائي بحرانه ناوړه استفاده کړې او د هیواد په ضد په دسیسې د مسلمانانو په تورنولو سره ئې د دوي په ضد د خپلو حملو څپې بیرته پیل کړي دي .