د پاکستان او افغانستان سرحد بیرته پرانیستل کیږي
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i89496-د_پاکستان_او_افغانستان_سرحد_بیرته_پرانیستل_کیږي
تسنیم خبري اژانس وايي د پاکستان د ملي امنیت سلاکار معید یوسف د افغانستان او د پاکستان د ښاریزو خپلو هیوادونو ته د ستنیدا لپاره د دواړو هیوادونو د سرحد د دوو (۲) ورځو لپاره د بیرته خلاصیدا خبر ورکړ .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 22, 2020 07:11 Asia/Kabul
  • د پاکستان او  افغانستان سرحد بیرته پرانیستل کیږي

تسنیم خبري اژانس وايي د پاکستان د ملي امنیت سلاکار معید یوسف د افغانستان او د پاکستان د ښاریزو خپلو هیوادونو ته د ستنیدا لپاره د دواړو هیوادونو د سرحد د دوو (۲) ورځو لپاره د بیرته خلاصیدا خبر ورکړ .

هغه وویل له راتلونکي شنبې ورځې څخه به د چمن او د تورخم سرحدي لارې  تر دوو (۲) ورځو پورې خلاصې  وي او په دې موده کښې د افغانستان او د پاکستان ښاریز خپلو هیوادونو ته بیرته ستنیدلی شي .

تورخم سرحدي لاره د پاکستان او د افغانستان ترمینځ یوه (۱) مهمه ټرانزیټي لاره ده او د تجارت په پراختیا کښې مهم رول لري .

د پاکستان د ملي امنیت سلاکار معید یوسف دغه راز وویل له هندوستان سره د پاکستان ګډ سرحد اوس هم تړل شوی دی او د سرحد په تړل کیدا د هندوستان د چارواکو ټینګار سبب شوی دی چې د دواړو هیوادونو ښاریز ونشي کولای خپلو هیوادونو  ته ورستانه شي .

له دې مخکې پاکستان په دوه اعشاریه پینځه(2.5) میلیارډه ډالرو سره د افغانستان ترټولو ستر تجارتي شریک وو خو اوس د دواړو هیوادونو د تجارتي اړیکو اندازه په کال کښې له اوه سوه (۷۰۰) میلیونو څخه کمه شوي ده .