په هند او پاکستان کښې د کرونا تازه خبرونه
په هند او پاکستان کښې په کرونا وایرس د ککړو کسانو او هم داشان یې له امله د مړو شمیر زیات شوې دی.
د هندوستان د روغتیا او کورنۍ سوکالتیا وزیر پرون وویل چې په دغه هیواد کښې په کرونا وایرس د ککړو کسانو شمیر ۲۴ زره او ۹ سوه ۴۲ تنو ته رسیدلې دی.
خبر زیاتوي چې له دغه شمیره ۵ زره او ۲۱۰ کسان ښه شوي او له روغتونونو رخصت کړې شوې دي خو ۷ سوه ۷۹ تنه هم د دغه وایرس له امله مړه شوې دي.
د پاکستان روغتیا وزارت هم پرون په خپلو تازه احصائیو کښې وویل چې په دغه هیواد کښې په کرونا وایرس د ککړو کسانو شمیر ۱۲ زره او ۳۲ تنو ته رسیدلې دی.
دغه خبر زیاتوي چې په پاکستان کښې د کرونا له امله د مړو شمیر ۲ سوه ۵۱ کسانو ته لوړ شوې دی.
د پاکستان وزیراعظم عمران خان هم د خپلې کابینې په ځانګړې غونډه کښې په ګډون سره په هیواد کښې د عمومي قرنطینې موده د مۍ تر نهمې پورې تمدید کړه