په پاکستان کښې د هندوستان د سفارت شاذدافیر یوځل بیا احضار شو
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i89647-په_پاکستان_کښې_د_هندوستان_د_سفارت_شاذدافیر_یوځل_بیا_احضار_شو
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت یوځل بیا په اسلام آباد کښې د هند د سفارت شاذدافیر وروباله.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 28, 2020 03:02 Asia/Kabul
  • په پاکستان کښې د هندوستان د سفارت شاذدافیر یوځل بیا احضار شو

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت یوځل بیا په اسلام آباد کښې د هند د سفارت شاذدافیر وروباله.

د ایرنا د خبر له مخې د پاکستان خارجه وزارت پرون په یوه خبرپاڼه کښې وویل چې اسلام آباد د هندوستان د سرحدي ځواکونو له خوا د کشمیر په کنټرول لاین کښې د اوربند د خلاف ورزۍ او د پاکستان د سرحدي ځواکونو د راپارولو په دوام باندې اعتراض کښې، د نوې ډیلي شاذدافیر وروباله.

د پاکستان د خارجه وزارت د سویلي آسیا د چارو لوې مدیر زاهد حفیظ چوهدري د هندي ځوکونو له خوا د پاکستان د استوګنو سیمو د هدف ګرځولو په غندلو سره وویل: د کشمیر په کنټرول لاین کښې د هند د سرحدي ځواکونو د ډزو له امله یو پاکستاني وګړی وژل شوی او یو بل ماشوم ژوبل شو.

چوهدري د هندوستان له حکومته وغوښتل چې د اوربند په موافقې پابند ووسي.