دهندی مسلمانې ټولنې حقوق دې وساتل شي
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i89671-دهندی_مسلمانې_ټولنې_حقوق_دې_وساتل_شي
د اسلامی ملګرتیا موسیسې د بشري حقوقو خپلواکه دایمي کمیشن هم دیوې اعلامیې په خپرولو سره په هندوستان کې له اسلامه د ویرولو بهیر او د مسلمانانو په ضد دکرونا د خوریدا دتورونو په بې شرمه بللو له نوي ډیلي غوښتي څو د اسلامی ټولنې د حقوقو د تامینولو په لاره کې دې ګامونه پورته کړي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 29, 2020 00:21 Asia/Kabul
  • دهندی مسلمانې ټولنې حقوق دې وساتل شي

د اسلامی ملګرتیا موسیسې د بشري حقوقو خپلواکه دایمي کمیشن هم دیوې اعلامیې په خپرولو سره په هندوستان کې له اسلامه د ویرولو بهیر او د مسلمانانو په ضد دکرونا د خوریدا دتورونو په بې شرمه بللو له نوي ډیلي غوښتي څو د اسلامی ټولنې د حقوقو د تامینولو په لاره کې دې ګامونه پورته کړي .

ایرناخبری اژانس راپور ورکړ د پاکستان خارجه وزیر شاه محمود قریشي بیګا  د اسلامی ملګرتیا موسیسې  عمومی منشي او دغړو هیوادونو خارجه وزیرانو ته د خطاب په لیک کې د هندوستان  د مسلمانې  ټولنې پشمول  په دغه هیواد کې د درستو مذهبی لږکیو د حقوقو د ساتنې غوښتنه کړې .

قریشي  په دغه لیک کې  هغه څه چې  په هندوستان کې ئې  له اسلامه د  ویرولو د بهیر څپه او  دکرونائي بحران  په وضعیّت کې ئې  دمسلمانانو په ضد دتاؤتریخوالو د سختولو دوام بللی ،  داسلامی نړۍ  دجدي اندیښنې  وړ بللي دي .

 دپآکستان خارجه وزیر  همداراز په هندوستان کې د بي جې پي  واکمن ګوند په بشپړ ملاتړسره افراطي هندواتو اقدامات او د مسلمانانو پشمول  دلږکیو په ضد ددغه واکمند ګوند ایجنډاد نړیوالو کنونشنونو  بشپړ خلاف ورزي بللې ده . له دې مخکې  هم د اسلامی ملګرتیا موسیسې د بشري حقوقو   خپلواکه دایمي کمیشن هم   دیوې  اعلامیې په خپرولو سره  په هندوستان  کې له اسلامه د ویرولو بهیر او د مسلمانانو په ضد دکرونا د خوریدا  دتورونو په بې شرمه بللو له نوي ډیلي غوښتي څو د اسلامی ټولنې د حقوقو د تامینولو په لاره کې  دې ګامونه پورته کړي .

افراطي هندوانو  په همداوروستیو شپو ورځو کې  له کرونائي بحرانه ناوړه استفاده کړې او ددغه هیواد په ضد په دسیسې د مسلمانانو پّ تورنولو سره ئې   د دوي په ضد  خپلو پراخو حملو ته دوام ورکړی دی .