دهندی مسلمانې ټولنې حقوق دې وساتل شي
د اسلامی ملګرتیا موسیسې د بشري حقوقو خپلواکه دایمي کمیشن هم دیوې اعلامیې په خپرولو سره په هندوستان کې له اسلامه د ویرولو بهیر او د مسلمانانو په ضد دکرونا د خوریدا دتورونو په بې شرمه بللو له نوي ډیلي غوښتي څو د اسلامی ټولنې د حقوقو د تامینولو په لاره کې دې ګامونه پورته کړي .
ایرناخبری اژانس راپور ورکړ د پاکستان خارجه وزیر شاه محمود قریشي بیګا د اسلامی ملګرتیا موسیسې عمومی منشي او دغړو هیوادونو خارجه وزیرانو ته د خطاب په لیک کې د هندوستان د مسلمانې ټولنې پشمول په دغه هیواد کې د درستو مذهبی لږکیو د حقوقو د ساتنې غوښتنه کړې .
قریشي په دغه لیک کې هغه څه چې په هندوستان کې ئې له اسلامه د ویرولو د بهیر څپه او دکرونائي بحران په وضعیّت کې ئې دمسلمانانو په ضد دتاؤتریخوالو د سختولو دوام بللی ، داسلامی نړۍ دجدي اندیښنې وړ بللي دي .
دپآکستان خارجه وزیر همداراز په هندوستان کې د بي جې پي واکمن ګوند په بشپړ ملاتړسره افراطي هندواتو اقدامات او د مسلمانانو پشمول دلږکیو په ضد ددغه واکمند ګوند ایجنډاد نړیوالو کنونشنونو بشپړ خلاف ورزي بللې ده . له دې مخکې هم د اسلامی ملګرتیا موسیسې د بشري حقوقو خپلواکه دایمي کمیشن هم دیوې اعلامیې په خپرولو سره په هندوستان کې له اسلامه د ویرولو بهیر او د مسلمانانو په ضد دکرونا د خوریدا دتورونو په بې شرمه بللو له نوي ډیلي غوښتي څو د اسلامی ټولنې د حقوقو د تامینولو په لاره کې دې ګامونه پورته کړي .
افراطي هندوانو په همداوروستیو شپو ورځو کې له کرونائي بحرانه ناوړه استفاده کړې او ددغه هیواد په ضد په دسیسې د مسلمانانو پّ تورنولو سره ئې د دوي په ضد خپلو پراخو حملو ته دوام ورکړی دی .