له افغانستانه د امريکائي ځواکونو وتل دروغ دي
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i89702-له_افغانستانه_د_امريکائي_ځواکونو_وتل_دروغ_دي
د پاکستان د قومي اسمبلۍ استازې وويل: د امريکې ولسمشر د خپل هېواد لخوا د کورونا له مديريته د عمومي افکارو د منحرفولو لپاره له افغانستانه د امريکائي فوځيانو د وتلو موضوع مطرح کړې ده.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 30, 2020 09:17 Asia/Kabul
  •  له افغانستانه د امريکائي ځواکونو وتل دروغ دي

د پاکستان د قومي اسمبلۍ استازې وويل: د امريکې ولسمشر د خپل هېواد لخوا د کورونا له مديريته د عمومي افکارو د منحرفولو لپاره له افغانستانه د امريکائي فوځيانو د وتلو موضوع مطرح کړې ده.

د تسنيم خبري آژانس د رپوټ له مخې مېرمن سحر کامران نن وويل، له افغانستانه د ځواکونو د وتلو لپاره د ډونالډ ټرمپ تاکيد د امريکې له اوسني بحران څخه چې د هغه د حکومت لخوا د کورونا د مديريت په وجه رامنځته شوے دے د عمومي افکارو د منحرفولو لپاره د واشنګټن کوشش دے.

مېرمن سحر کامران زياته کړه، د کورونا وائرسو د کمزوري مديريت او د وژل شويو کسانو د شمېر د زياتېدو په وجه د ټرمپ په حکومت دباونه زيات شوي دي او ټرمپ غواړي د دغه نمائش په ذريعې سره کاميابۍ ته اورسي او له اوسني حالت څخه د عامه خلقو پام واړوي.

د پاکستان د پارلېمان دغې استازې په عين حال کښې وويل، د امريکې د دفاع په وزارت پېټاګان باندې د ټرمپ د دباو باوجود ډېره لرې ښکاري چې واشنګټن د کورونا په وجه له افغانستانه خپل ځواکونه وباسي.

د د امريکې د دفاع د وزارت د وروستيو رپوټونو له مخې په ټوله نړۍ کښې د امريکائي فوځيانو ترمېنځ په کورونا وائرسو د اخته کسانو شمېر پينځه زره پينځه سوه پينځه اويا ته رسېدلے دے.