د پښتون ژغورنې غورځنګ پر غړي برید شوی
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i89746-د_پښتون_ژغورنې_غورځنګ_پر_غړي_برید_شوی
زمونږ خبریال وايي د پاکستان د پښتون ‍‍‍‍ژغورنې غورځنګ وايي د یاد غورځنګ یو(1) مخکښ غړی عارف وزیر بیګا ماښام د واڼه په غوايي خوا سیمه کې د وسلوالو کسانو په برید کې سخت‌ ژوبل شوی او اوس د واڼه په روغتون کې بستري دی.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 02, 2020 01:31 Asia/Kabul
  • د پښتون ژغورنې غورځنګ پر غړي  برید شوی

زمونږ خبریال وايي د پاکستان د پښتون ‍‍‍‍ژغورنې غورځنګ وايي د یاد غورځنګ یو(1) مخکښ غړی عارف وزیر بیګا ماښام د واڼه په غوايي خوا سیمه کې د وسلوالو کسانو په برید کې سخت‌ ژوبل شوی او اوس د واڼه په روغتون کې بستري دی.

د پاکستان په ملي پارلمان  کې د جنوبي  وزیرستان د خلکو استازي علي وزیر ویلي نوموړی سخت ټپي دی.

عارف وزیر د علي وزیر د تره زوی دی،‌ چې په پښتون ژغورنې غورځنګ کې یې تر ټولو زیات زندانونه تېر کړي دي.

د  پاکستان د پښتون ژغورنې غورځنګ یو(۱) بل مخکښ او د پاکستان په ملي پارلمان  کي د شمالي وزیرستان د خلکو استازی محسن داوړ بیا وايي، عارف وزیر په بریدکوونکو ځوابي ډزي کړې، چې بریدکوونکي هم ژوبل شوي دي.

د ښاغلي داوړ په خبره د واڼه روغتون له مشر ډاکټر سره یې خبري شوې او هغه هم ورته ویلي،‌ چې عارف وزیر سخت ټپي دی.

محس داوړ زیاته کړه چې عارف وزیر د ډېره اسماعیل خان روغتون ته لېږدول شوی او وضعیت یې نازک دی.