له خدای پاکه د اسد قیصرد سلامتیا او ښه کیدا دعا کوو
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i89752-له_خدای_پاکه_د_اسد_قیصرد_سلامتیا_او_ښه_کیدا_دعا_کوو
د وروستیو راپورونو په اساس په پاکستان کې په کرونا ویروس دککړو کسانو شمیر له اتلس زرو زیات شوی او همداراز کابو څلور سوه پنځلس کسانو هم له دغې خوریدونکي او مرګوني ویروس باندې د ککړیدا له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی دی . البته راپورنه ښئ چې کابو څلور زره دوه سوه دیرس کسان هم له درملنې وروسته ښه شوي او له روغتونونو رخصت شوي دي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 02, 2020 07:26 Asia/Kabul
  • له خدای پاکه د اسد قیصرد سلامتیا او ښه کیدا دعا کوو

د وروستیو راپورونو په اساس په پاکستان کې په کرونا ویروس دککړو کسانو شمیر له اتلس زرو زیات شوی او همداراز کابو څلور سوه پنځلس کسانو هم له دغې خوریدونکي او مرګوني ویروس باندې د ککړیدا له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی دی . البته راپورنه ښئ چې کابو څلور زره دوه سوه دیرس کسان هم له درملنې وروسته ښه شوي او له روغتونونو رخصت شوي دي .

زمونږخبر یال راپور راکړ د  ایران داسلامی شورا مشر علی لاریجانی  بیګا د پاکستان د ولسی جرګې  مشر اسد قیصر ته  په یوه پیغام کې چې  په کرونا ویورس ککړ شوی دی ، دسلامتیا او زر ښه کیدا هیله کړې  او د کرونا نار وغۍ له امله  دپاکستان دیوشمیر خلکو په مړینې خواخوږي ښودلې ده .

 ډاکټر لاریجاني  د درستو مسلمانانو بلکې د نړۍ  د درستو انسانانو لپاره  له کروناویروسه د نجات دعا کړې ده .

  داپه داسې حال کې دي چې  دپاکستان  د ولسی جرګې مشر اسد قیصر بل پرون ناوخته د کرونا ککړتیا  آزموینه کړې چې پکې د  هغه او دهغه دکورنۍ دځینو غړو ټسټ مثبت راغلی  او وئيل کیږی ، چې په پاکستان کې په همدا ورستیو شپو ورځو کې  دکرونا ویروس خوریداناڅاپي زیاته شوې او  د وروستیو راپورونو په اساس په پاکستان کې په کرونا ویروس دککړو کسانو شمیر له اتلس زرو زیات شوی او  همداراز کابو څلور سوه پنځلس کسانو  هم  له دغې خوریدونکي  او مرګوني  ویروس باندې د ککړیدا له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی دی .  البته راپورنه ښئ چې  کابو څلور زره دوه سوه دیرس کسان هم له  درملنې وروسته ښه شوي او  له روغتونونو رخصت شوي دي .