د پاکستان د پښتون زرغون غورځنګ جګ پوړې غړي ساه ورکړه
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i89779-د_پاکستان_د_پښتون_زرغون_غورځنګ_جګ_پوړې_غړي_ساه_ورکړه
د پاکستان د پښتون زرغونې غورځنګ یو مهم غړی عارف وزیر چې وړمه ورځ په یو برید کښې زخمي شوی و، پرون مړ شو.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 03, 2020 03:21 Asia/Kabul
  • د پاکستان د پښتون زرغون غورځنګ جګ پوړې غړي ساه ورکړه

د پاکستان د پښتون زرغونې غورځنګ یو مهم غړی عارف وزیر چې وړمه ورځ په یو برید کښې زخمي شوی و، پرون مړ شو.

د پاکستان د پښتون زرغونې غورځنګ یو مهم غړی عارف وزیر چې وړمه ورځ په یو برید کښې زخمي شوی و، پرون مړ شو.

په عارف وزیر باندې د جمعې په مازیګر په جنوبي وزیرستان کښې د نامعلومو کسانو له خوا برید شوې و چې له امله یې هغه سخت زخمي شوی و او د ډیره اسماعیل خان ښار په روغتون کښې یې درملنه روانه وه خو د زیاتو زخمونو په وجه یې پرون مازیګر ساه ورکړه.

عارف وزیر د پاکستان د قومي اسمبلۍ د غړي علي وزیر یو نزدې خپل و او د پښتون زرغون غورځنګ یو جګ پوړې غړو و چې د جنوبي وزیرستان یو مهم سیاسي شخصیت ګڼل کیده.

د هغه د وژلې پړه تراوسه چا نه ده منلې.