پاکستان د افغانستاني ښاریزو لپاره د تورخم سرحد پرانسته
May 07, 2020 03:06 Asia/Kabul
په تورخم سیمه کښې د افغانستان او پاکستان ترمینځ ترټولو ستره سرحدي لاره د افغان ښاریزو پر مخ خلاصه شوه.
آریانا نیوز خبر ورکړی چې په اسلام آباد کښې د افغانستان سفیر وویل، پاکستان د تورخم سرحدي لاره له پرون سهاره په یوطرفه توګه پرانیستله څو هغه افغانستانیان چې د کرونا وایرس له خپریدو وروسته نه وو توانیدلې چې له پاکستانه ووځي، خپل هیواد ته ستانه شي.
عاطف مشعل زیاته کړه: خپل هیواد ته ستنیدونکي افغانان به دوه اونۍ قریطین وساتل شي څو د کابل حکومت ډاډمن شي چې په کرونا نه دي ککړ.
د ویلو ده چې پاکستان د کرونا ناروغۍ د خپریدو په وجه له افغانستان سره د تورخم پوله تړلې وه.
ټیګونه