په افغان جنګ کې له امریکاسره په ملګرتیاکې پاکستان تیروتی ؤ
جنرال قمر جاوید باجوه روښانه کړې،د افغانستان په جنګ کې دپاکستان ګډون وښودله چې له پوځي لارې سوله او امنیت هیڅ امکان نه لري .
زمونږخبریال دپاکستان دجیو ټي وي خبری چینل له قوله راپور راکړ د پاکستان دپوځ مشر قوماندان جنرال قمر جاوید باجوا نن سهار په اسلام اباد کې د افغانستان په چارو کې د امریکا له ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره په کتنې کې ټينګار کړی،په افغانستان دامریکا په یرغل کې دپاکستان ګډون یو تیروتنی اقدام ؤ چې پاکستان ته ئې ستر تاوان رسولی دی .
جنرال قمر جاوید باجوه همداراز روښانه کړې ، دافغانستان په جنګ کې دپاکستان ګډون وښودله چې له پوځي لارې سوله او امنیت هیڅ امکان نه لري .
د پاکستان دپوځ عمومی قوماندان زیاته کړې،په افغانستان کې سوله دپاکستان د امنیت په تامینولوکې مهمې اغیزې شیندي،اوکه په افغانستان کې کراری اوآرامښت واکمن شي ،نو د مونږ دهیواد پولې به هم په امن کې شي .
جنرال باجوه زیاته کړې ، د افغان حکومت او طالبانو ترمینځ د بندیانو خوشي کیدا به هم د سولې په ټينګیدا او د لورو دباؤرپه جلبولو کې مرسته وکړي .
افغان توکمه امریکا ئي ډيپلوماټ خلیل زاد هم په دغې کتنې کې د پاکستان د پوځ عمومی قوماندان د افغانستان دسولې په بهیر کې له هلو ځلو خبر کړی او وئيلي ئې دي ، دافغانستان په سولې کې د پاکستان پر رول هیڅوک سترګې نشي پټولی او په دې لارې کې پاکستان باید خپل لا ښه رول ولوبوي .
د افغانستان په چارو کې دامریکا افغان توکمه ډيپلوماټ قطر،هندوستان او پاکستان ته پخپل پړاویز سفر کې یوځل بیا په دې پسې شوی ، چې په دوحې کې له طالبانو ډلې سره دامریکا ماته خوړلي موافقه یو ځل بیا احیاء کړي او سپينه ماڼۍ د امریکا د ولسمشرۍ د انتخاباتو په رانزدیکیدا سره هڅه وي ، ځان په افغانستان کې د امنیت تامینونکی عامل معرفي کړي ، خو د افغانستان زیاتره حکومتي چارواکو ،سیاستوالانو او ولس په کرتو په خپل هیواد کې د ناکراریو او ترینګلتیاؤ تر ټولو مهم عامل دامریکا په مشرۍ دبهرنیو عسکرو شتون بللی او له خپل هیواده ئې ددغو بهرنیو عسکرو د وتلو غوښتنه کړې ده .