پاکستان او اردن پوځی او دفاعی اړیکې زیاتوی
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i9001-پاکستان_او_اردن_پوځی_او_دفاعی_اړیکې_زیاتوی
د پاکستان دپوځ عمومی قوماندان جنرال ر ا حیل شریف چې پرون داردن په رسمی سفر تللی داردن پر لوړپوړو پوځی چارواکو سربیره ددغه هیواد له ولی عهد حسن الطلال سره ئې هم کتلی او هغه سره ئې د دوو اړخیزو او سیمه ایزو ا ړیکو او حالاتو په باب هم خبرې اترې کړی دی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 26, 2016 09:13 Asia/Kabul
  • پاکستان او اردن پوځی او دفاعی  اړیکې زیاتوی

د پاکستان دپوځ عمومی قوماندان جنرال ر ا حیل شریف چې پرون داردن په رسمی سفر تللی داردن پر لوړپوړو پوځی چارواکو سربیره ددغه هیواد له ولی عهد حسن الطلال سره ئې هم کتلی او هغه سره ئې د دوو اړخیزو او سیمه ایزو ا ړیکو او حالاتو په باب هم خبرې اترې کړی دی .

زمونږخبریال راپور راکړ دسیمې دامنیت ، د دواړو هیوادونوترمینځ دپوځی اړیکو، او همدارازد دوواړخیزو دفاعی تعاملاتو او دپوځی روزنو دفعالیتونو په زمینې کې دملګرتیاؤ په باب خبرې اترې په امان کې دجنرال راحیل شریف د دلیدوکاتو خورا مهمې موضوعګانې وې .

جنرال راحیل شر یف په دغه سفر کې داردن دپوځ د لوی درستیز جنرال مشعل الزین له خوا داردن دپوځ خورا لوړ میډال هم ترلاسه کړ.

دپاکستان دپوځّ هوائی ځواک د ۲۰۱۴کال داپریل په اته ویشتمه نیټه دخپلو پوځی توانمنیو دپیاوړی کولو په موخې سره له اردنه پنځه ایف شپاړس ډوله جنګی الوتکې ترلاسه کړې وې . دغه پنځه جنګی الوتکې پاکستان ته داردن دهغو د یارلسو پوځی جنګی ا لوتکو دسپارلو دتړون یوه برخه حسابیږی چې په ۲۰۱۳کال کې لاسلیک شوی دی