د هند د پوځ د قوماندان څرګندونو ته د پاکستان غبرګون
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیانیه کښې د هند د پوځ د قوماندان وروستۍ ویناوۍ یو ګواښ بللۍ او دا یې د نوي ډیلي لخوا د هند د کنټرول لاندې په کشمیر کښې د عمومي افکارو د انحراف لپاره یوه هڅه ګڼلې ده.
د اسلام آباد په دغه بیانیه کښې د هند د کنټرول لاندې په کشمیر کښې د دغه هیواد اقداماتو ته په اشارې سره، نوي ډیلی تورن کړې ده، چې هڅه کوي د کشمير له کړکېچن وضعیت، د بشري حقونو سرغړونې او د هند د حکومت لخوا په مسلمان میشته سیمو کښې له حکومتي ترهګری څخه د نړۍ پام واړه وي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د خپلې اعلامیې په یوه بله برخه کې ویلي: د هندوستان تر کنټرول لاندې په کشمیر کښې داخلي مقاومت د دې سیمې پر خلکو د ظلمونو مستقیمه پایله ده او د کشمیرانو دغه مقاومت له ترهګرۍ سره وصل کولو د هند هڅه به هیڅ کله بریالۍ نه شي.