پاکستان کورنۍ الوتنې پیل کړې خونړیوالې الوتنې هماغه رازلغوه دي
د پاکستان حکومت د هوايی سفرونو لپاره دا شرط ایښی چې سپرلۍ به ماسک کاروي او د دوو سپرلیو ترمنځ به یو سیټ تش پرېښودل کېږي.
د پاکستان حکومت چې هڅه کوي د کورونا د خپرېدا د مخنیوي لپاره لګول شوي بندیزونه لېرې کړي، له کابو دوو میاشتو وروسته د لومړي ځل لپاره د لویو ښارونو ترمنځ کورنۍ الوتنې پیل کړې.
د پاکستان حکومت د هوايی سفرونو لپاره دا شرط ایښی چې سپرلۍ به ماسک کاروي او د دوو سپرلیو ترمنځ به یو سیټ تش پرېښودل کېږي.
خو نړیوالې الوتنې به د روانې مې تر پایه (۳۱) لغوه وي.
د پاکستان د هوايي شرکت پي آی اې لومړنۍ الوتکه، چې ۸۴ سپرلۍ پکې سپره وه، پرون له کراچۍ څخه لاهور ته لاړه. له دې سره په یو وخت د خصوصي هوايي شرکتونو الوتکې له کراچۍ څخه اسلام اباد او لاهور ته والوتې.
د پاکستان د ملکي هوايي چلن ادارې په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د لویو ښارونو ترمنځ په سفر کې ستونزو ته په کتو سره مرکزي حکومت د اسلام اباد، لاهور، کراچۍ، پېښور او کوټې له ۵ لویو هوايي ډګرونو څخه محدود شمېر الوتنو ته اجازه ورکړې ده.
په خبرپاڼه کې همداراز راغلي، ټولې الوتکې تر پرواز مخکې باید په میکروب وژونکو موادو ووینځل شي، د سپرلیو ترمنځ لږترلږه یو سیټ خالي پرېښودل شي، د ماسک لگول و د لاس مینځونکي میکروبي ضد مایع استعمال هم ضروري دي. همداراز به په الوتکه کې هیڅ راز خوړو او څښاک ته اجازه نه وي.
.