په پاکستان کې د کابل د حکومت دمخالفو ډلوپر شتون دامریکا نیوکې
د امریکا په وسیله په پاکستان کې د افغان حکومت د مخالفو وسلوالو ډلو د شتون پشمول د دغه هیواد په ضد د بیلابیلو تورونو مطرح کیدا په روستیو کلونو کې د اسلام اباد او واشنګټن په اړیکو کې دتاؤتریخوالو د زیاتیدا عوامل دی .
د امریکا جنګ وزارت پنټاګان په یوه راپور کې بیا ادعا کړې ده، دپاکستان حکومت د افغانستان د حکومت مخالفو ډلو ته په پناه ورکولو سره له دوي ملاتړ کو ي.
د امریکا ددفاع وزارت په دغه راپور کې راغلي دي ، په پاکستان کې د اشرف غني د حکومت د مخالفو ډلو شتون ، په افغانستان کې د سولې او ثبات لپاره یو ګواښ دی . پاکستان په کرتو د امریکا دغه ډول ادعاګانې،ددغه هیواد دسیمه ایزو پلانونو دماتې توجیه او دعمومی افکارو د غولولو لپاره ارزولي دي .
د افغانستان د حکومت مخالفو وسلوالو ډلو ته په پناه ورکولو او ملاتړ باندې د پاکستان تورنول،یوداسې کړچار دی،چې په تیروکلونو کې د واشنګټن د بهرنی سیاست په ایجنډا کې شامل وو .د امریکا په وسیله په پاکستان کې د افغان حکومت د مخالفو وسلوالو ډلو د شتون پشمول د دغه هیواد په ضد د بیلابیلو تورونو مطرح کیدا په روستیو کلونو کې د اسلام اباد او واشنګټن په اړیکو کې دتاؤتریخوالو د زیاتیدا عوامل دی .
البته واک ته د ډونالډټرمپ د حکومت په رسیدا او د پاکستان په ضد د سختو ادبیاتو په کارولو په تیره بیا له دغه هیواد سره د مالی او پوځي مرستو په غوڅولو د ګواښلو په باب دغه هیواد ته په دړکو ورکولو سره ،ددواړو هیوادونو په اړیکو کې تاؤتریخوالی په اوڅاره توګه زیات شوی دی .
د اسلام اباد د چارواکو له نظره،د پاکستان په ضد دامریکا تورونه بې اساسه دي او دغه هیواد له تیرو دوو لسیزو راهسې په افغانستان کې د سپینې ماڼۍ د جنګ غواړي خوي قرباني دی .
د پاکستان د چارواکو په وینا، له ۲۰۰۱کال څخه په افغانستان د امریکا او په ناټو کې ددغه هیواد دمتحدانو په لښکرکشۍ سره تر دې دمه پاکستان ته څه دپاسه اتیا میلیارډ ډالره تاوانونه اړولی دي او په دغه هیواد کې د ترهه ګرو حملو او ناکراریو د زیاتیدا اصلي علت هم،په افغانستان کې د پوځي شتون پر دوام د واشنګټن ټینګار دی .
په داسې شرائطوکې د امریکا دفاع وزارت بیا پاکستان دافغانستان د حکومت دمخالفو وسلوالو ډلو په ملاتړ او پناه ورکولو تورن کړی دی،چې سپينې ماڼۍ د فرورۍ په ۲۹ په قطر کې له طالبانو ډلې سره د شوي تش په نامه سولې موافقې په پرمخ بیولو کې ناکامه شوي د ه .
دا لیدتوګه شته چې د پاکستان په ضد دتیرو تورونو له تکرارولو څخه د امریکا د دفاع وزارت انګیزه ، په افغانستان کې له طالبانو ډلې سره د سولې لپاره دخپل پروګرام له ناکامیدا څخه په سیمې کې د عمومي افکارو غړیدا ده چې حتی لامل شوي څو د بین الافغاني خبرواترو موضوع چې ټاکل شوې وه ، د دوحې له موافقې وروسته ترسره شي ، له یو لړ خطرو سره مخامخ شي .
پاکستان په کرتو وئیلی دي ، چې په افغانستان کې له ترهه ګرۍ څخه ملاتړ او یا ددغه هیواد د حکومت مخالفو وسلوالو ډلو ته پناه ورکولو،په پاکستان کې پر ثبات او امنیت چې پخپله هم له افراط پالنې سره مخامخ دی. ډيرې منفي اغیزې شیندلي دي ، او د هر هیواد په وسیله په داخلی چاپيریال کې د بې ثباته کونکو کړچارونو غوره کول ، یو ه بې منطقه او له عقله لیرې چاره ښکاري .
البته باید پام ولرل شي ،پر دې سربیره ،چې امریکا هڅه کوي ،په افغانستان کې له ترهه ګرۍ او تاؤتریخوالي څخه په ملاتړ د پاکستان په تورنولو سره ، اسلام اباد په سیمه ایزې او نړیوالې فضا کې بدنام کړي ، په لټه کې ده، په دغه ډول تورونو لګولو سره دپآکستان او افغانستان ترمنیځ اړیکې هم لازیاتې ترینګلي کړي .
د کابل او اسلام اباد ترمینځ د اختلافاتو او تاؤتریخوالو شتون دا زمینه برابروي ، چې امریکا د افغانستان د حکومت او ملت لپاره له پاکستانه د ویرولو د پروسيې په پرمخ بیولوسره د پاکستان د هر ډول احتمالي اقدام په وړاندې له دغه هیواده د ملاتړ په پلمو سره خپل پوځي شتون توجیه کړي .
داپه داسې حال کې دي چې د افغانستان او پاکستان پشمول دسیمه ایز امنتی تامیندا به د هیوادونو ترمینځّ له ملګرتیا پرته ترلاسه نشي او له سیمه د ورآخوا لوبغاړو لاسوهنې یوازې د تاؤتریخوالو او بې ثباتیو د لازیاتیدا لامل کیږي .