پاکستان د طالبانو اوکابل حکومت ترمینځ د اوربند تود هرکلی کوي
په افغانستان کې د طالبانو او حکومتي لوري ترمینځ اوربند د امنیت اوسولې په لور مثبت ګام دی او باید دغه شان مثبت ګامونو په پورته کولو سره د افغانستان جنګ ځپلي ولس ته د سولې اوثبات روڼ مخ وروښودل شي .
ایرنا خبری آژانس راپورورکړ د پاکستان دخارجه وزارت ویندوئې میرمن عایشه فاروقي نن په خپل ټولنیز پیغام کې د افغانستان ولس او حکومت ته د نیکمرغه کوچني اختر رارسیدا په مناسبت مبارکي وئیلي او زیاته ئې کړې ده ، اسلام اباد په افغانستان کې دبشپړ سولې او ثبات دټینګیدا لپاره هراړخیزه ملګرتیا او هلې ځلې کوي .
هغې همداراز وئیلي دي ، په افغانستان کې د طالبانو او حکومتي لوري ترمینځ اوربند د امنیت اوسولې په لور مثبت ګام دی او باید دغه شان مثبت ګامونو په پورته کولو سره د افغانستان جنګ ځپلي ولس ته د سولې اوثبات روڼ مخ وروښودل شي .