پاکستان د بابري مسجد په ځاې د مندر په جوړولو اعتراض کړی
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i90394-پاکستان_د_بابري_مسجد_په_ځاې_د_مندر_په_جوړولو_اعتراض_کړی
د پاکستان د خارجه وزارت ویاندې په هندوستان کښې د بابري جومات په ځاې باندې د مندر جوړول وغندل.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 29, 2020 03:49 Asia/Kabul
  • پاکستان د بابري مسجد په ځاې د مندر په جوړولو اعتراض کړی

د پاکستان د خارجه وزارت ویاندې په هندوستان کښې د بابري جومات په ځاې باندې د مندر جوړول وغندل.

تسنیم خبري آژانس لیکلي چې عایشه فاروقي د بابري مسجد د بشپړې ورانونې د اجرايي کیدو او په هغه ځاې کښې د معبد د جوړیدو په غبرګون کښې ویلې دي: د نورو مذهبونو د اعتقاداتو او عقیدو بې احترامي د مسلمانانو په شمول د دیني اقلیتونو په نسبت د هندوستان د حکومت د نظر او لید د ډول ښودونکې ده.

هغې زیاته کړه چې د هندوستان واکمن بي، جی، پي ګوند د تندلارو او افراطي هندو افکارو تابع دی او د بابري مسجد بشپړ ورانول او په ځاې یې د یو مندر جوړول به خامخا د مسلمانانو غبرګون په ځان پسې ولري.

کابو شپږ میاشتې مخکښې د هندوستان سترې محکمې په یو حکم کښې د بابري جومات ځمکه هندوانو ته سپارلې وه.

بابري مسجد د ۱۹۹۲ کال په دسمبر میاشت کښې د تندلارو هندوانو په حملې او د هندوستان د واکمن ګوند په ملاتړ سره وران کړی شو او په دغه بهیر کښې څه باندې دوه زره مسلمانانو ووژل شول.