هند ته د پاکستان د بهرنیو چارو د وزیر خبرداری
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i90418-هند_ته_د_پاکستان_د_بهرنیو_چارو_د_وزیر_خبرداری
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر د دغه هیواد لخوا د هند د پوځ د یوې جاسوسي بې پیلوټې الوتکې غورځولو وروستو،  دهلي نو ته خبرداری ورکړ.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 30, 2020 07:15 Asia/Kabul
  • هند ته د پاکستان د بهرنیو چارو د وزیر خبرداری

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر د دغه هیواد لخوا د هند د پوځ د یوې جاسوسي بې پیلوټې الوتکې غورځولو وروستو،  دهلي نو ته خبرداری ورکړ.

له تسنیم خبري آژانس څخه په نقل، شاه محمود قریشي هند ته نن د شنبې په ورځ خبرداری ورکړ چې هیڅ احمقانه عمل ؤ نکړئ. ځکه چې هر له اقدام سره به د پاکستان د پوځ لخوا سخت ځواب سره مخامخ شي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړه: د هند بې پیلوټه الوتکه چې د پاکستان د پوځ لخوا غورځیدلې ده، د دغه هیواد خاورې ته ننوتلې وه او دا د پاکستان ملي امنیت لپاره یو ګواښ دی.

د پاکستان بې پیلوټې الوتکې، د هند یوه بې پیلوټه الوتکه د کشمیر په پولې خپل هدف ګرځولې او غورځولي ده.

د هند او پاکستان پوله ساتونکې پوځیانو د کشمیر په پوله تل د یو بل مورچې په نښه کړې وي او یو بل د اور بند په خلاف ورزی تورنه وي.

په دوه زه دریم  کال کښې، هند او پاکستان د کشمیر په پوله د اوربند تړون لاسلیک کړ، خو له هغه وخت څخه تر اوسه، دواړو هیوادونو یو بل د اوربند په خلاف ورزی تورن کړې دي.

کشمیر د پاکستان او هند ترمینځه تر ټولو مهمه لانجه ده او دواړه هیوادونه یې د مالکیت ادعا لري.