هندد دوو پاکستانیو ډيپلوماټانو د ویستلو حکم ورکړی
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i90454-هندد_دوو_پاکستانیو_ډيپلوماټانو_د_ویستلو_حکم_ورکړی
په جنوبی آسیا کې د دوو دودیزو سیالو په توګه هند او پاکستان ترمینځ دسرحدي اوسیاسی ترینګلتیاؤ له سختیدا سره په یووخت هندي حکومت له نوي ډیلی د دوو پاکستانیو ډيپلوماټانو د ویستلو په اقدام سره دغه تاؤتریخوالی اوج ته رسولی او ممکنه ده د دواړو هیوادونو ترمینځ ترینګلتیاوې نوره هم زیاتې کړي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 01, 2020 00:10 Asia/Kabul
  • هندد دوو پاکستانیو ډيپلوماټانو د ویستلو حکم ورکړی

په جنوبی آسیا کې د دوو دودیزو سیالو په توګه هند او پاکستان ترمینځ دسرحدي اوسیاسی ترینګلتیاؤ له سختیدا سره په یووخت هندي حکومت له نوي ډیلی د دوو پاکستانیو ډيپلوماټانو د ویستلو په اقدام سره دغه تاؤتریخوالی اوج ته رسولی او ممکنه ده د دواړو هیوادونو ترمینځ ترینګلتیاوې نوره هم زیاتې کړي .

زمونږخبریال راپور راکړ د هندوستان خارجه وزارت بیګا د یوې اعلامیې په خپرولو سره دغه دوه پاکستاني ډيپلوماټ په جاسوسۍ تورن کړی او دوي ته ئې یوازې یوه ورځ مهلت ورکړی څو ددغه هیواد له خاورې سملاسی ووځي .

 دپاکستان  خارجه وزارت  هم نن سهار وختي د هندي حکومت دغه تورونه رد کړي  او د نوي ډلي دغه فیصله ئې د ډيپلوماټیکو ادابو او  قواعدو خلاف ورزي بللې او ټينګار ئې کړی دی ،  اسلام اباد به ډير زر د نوی ډیلي  دغه اقدام ته ځواب ورکړي .

په جنوبی آسیا کې د دوو دودیزو سیالو  په توګه هند او پاکستان  ترمینځ دسرحدي اوسیاسی ترینګلتیاؤ له سختیدا سره په یووخت  هندي حکومت  له نوي ډیلی د دوو پاکستانیو ډيپلوماټانو  د ویستلو  په  اقدام سره  دغه تاؤتریخوالی  اوج ته رسولی او ممکنه ده  د دواړو هیوادونو ترمینځ ترینګلتیاوې نوره هم زیاتې کړي . 

هند اوپاکستان  له مودو مودو راهسې  د کشمیر دسرحدي کرښې پشمول په مختلفو موضوعګانو  پخپلو کې سره سخت اختلافات لري  ان تر دې چې  وخت په وخت سره ښکر په ښکر هم شوي دي  او په جمو او کشمیر کې ئې حالات تردې حده رسیدلي چې  څو لکه کشمیریان له میاشتو میاشتو راهسې پخپلو کورونو کې بندیان شوي او د هغوي  دسلګونو بې ګناه ښځو اوماشومانو وینه هم  توي شوي ده .