په پاکستان کښې د القاعدې مهم قومندان نیول شوی
Apr 26, 2016 15:41 Asia/Kabul
د القاعدې ترهګرې ډلې یو لوړرتبه قومندان د پاکستان په سویل کښې نیول شوی دی.
آوا خبری آژانس د (پاکستان) ورځپاڼې له قوله خبر ورکړی چې د کراچۍ پولیس ځواکونو د دغه هیواد د امنیتی ځواکونو په مرستې سره د القاعدې یو لوړرتبه قومندان او د دغې ډلې د پخوانی او اوسنی مشر اسامه بن لادن او ایمن الظواهری ډیر نزدې کس عبدالرحمان سندی د سند صوبې په مرکز کراچۍ ښار کښې نیولی دی.
د ویلو ده چې په نعیم بخاری مشهور عطاءالرحمان چا چې د پاکستان د حیدر آباد په جیل باندې د حملې حکم ورکړی و پخپلو اعترافاتو کښې د پاکستان امنیتی ځواکونو ته ویلی دی چې د امریکایی خبریال ډینیل پرل په تښتولو او وژلو د تورن شیخ عمر سعید د آزادولو په عملیاتو کښې یې د القاعدې له پخوانی قومندان فاروق بټهی مالی مرسته کړې وه.