د پاکستان خارجه وزارت یوځل بیا د هندوستان شاذدافیر وروباله
د پاکستان خارجه وزارت نن په یوه خبرپاڼه کښې وویل چې اسلام آباد د دغه هندي ډیپلماټ په ورغوښتلو سره د پاکستان اعتراض هغه ته واوروه.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د دوو پاکستاني سفارتکارانو د ایستلو په هکله د هندوستان د حکومت په وروستۍ پریکړې باندې په اعتراض کښې په اسلام آباد کښې د دغه هیواد د سفارت شاذدافیر وروباله.
د پاکستان خارجه وزارت نن په یوه خبرپاڼه کښې وویل چې اسلام آباد د دغه هندي ډیپلماټ په ورغوښتلو سره د پاکستان اعتراض هغه ته واوروه.
د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاند هم وویل چې د هندوستان دغه اقدام د اسلام آباد خلاف د نوي ډیلي د منفي او پلان شویو تبلیغاتو دوام دی.
عایشه فاروقي ټینګار وکړ چې د هندوستان دا ډول غیراخلاقي او غیرډیپلماټیک اقدامات به ناوړه پایلې ولري.
یاده دې وي چې د هند د بهرنیو چارو وزارت پرون په نوي ډیلي کښې په جاسوسۍ باندې د دوو پاکستاني سفارتکارانو په تورنولو سره هغوي له خپلې خاورې وباسل.