هندوستان پر پاکستان پوځي حمله وکړه
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i90493-هندوستان_پر_پاکستان_پوځي_حمله_وکړه
د هندوستان د پوځ سرحدي ځواکونو پرون د پاکستان ترکنټرول لاندې کشمیر باندې حمله کړې ده.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 02, 2020 03:19 Asia/Kabul
  • هندوستان پر پاکستان پوځي حمله وکړه

د هندوستان د پوځ سرحدي ځواکونو پرون د پاکستان ترکنټرول لاندې کشمیر باندې حمله کړې ده.

د ایرنا د خبر له مخې د پاکستان ترکنټرول لاندې کشمیر باندې د هندوستان د سرحدي ځواکونو په برید کښې لس تنه کشمیریان ووژل شول.

خبر زیاتوي چې د هند او پاکستان سرحدي ځواکونه د کشمیر په کنټرول لاین کښې له یو بل سره ښکیل شول خو د دغې نښتې په هکله تراوسه کوم کره معلومات نه دي ترلاسه شوې.

یاده دې وي چې د پاکستان او هندوستان ترمینځ شخړه په دې وروستیو کښې بیا زیاته شوې ده. هندوستان تیره یکشنبه په پلازمینه نوې ډیلي کښې درې تنه پاکستاني سفارتکاران د جاسوسۍ په تور ونیول او خارجه وزارت یې پرون وویل چې له هغو څخه دوه تنه له هیواده وباسي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت هم په نوې ډیلي کښې د خپلو ډیپلماټانو په نیولو باندې په اعتراض سره ویلي چې هنندي ځواکونو دغه سفارتکاران شکنجه کړې دي.