طالبانو ته دې د خبرو فرصت ورکړی شی
د پاکستان د بهرنیو اړیکو سلاکار سرتاج عزیز وایی، مخکې تر دې چې د طالبانو پر ضد اقدام وکړو، باید هغوی ته موقع ورکړو چې خبرې وکړی.
تان خبری سایټ لیکلی چې سرتاج عزیز په عین حال کې وویل: که د خبرو د نه کولو په صورت کې د طالبانو پر ضد اقدام کېده، باید د ټولو په مشوره وی.
د ده اشاره څلور اړخیز ګروپ ته وه چې د افغانستان او پاکستان ترڅنګ امریکا او چین پکې غړیتوب لری.
سرتاج عزیز له قطر څخه پاکستان ته د طالبانو د پلاوی د سفر په اړه له څه ویلو ډډه وکړه او ویې ویل چې په راتلونکو څو اوونیو کې به خبرې پیل شی.
سرتاج عزیز له طالبانو سره د پاکستان تماسونه تایید کړل خو ویې ویل چې نه غواړی په اوس وخت کې په دې موضوع ډېرې خبرې وکړی:
نن د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند هم وویل چې په افغانستان کې د سولې خبرو ته د طالبانو د نه حاضرېدو مسوولیت یوازې د پاکستان نه دی.