د پاکستان د فوځ د لوی درستیز سره د خلیلزاد کتنه
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i90623-د_پاکستان_د_فوځ_د_لوی_درستیز_سره_د_خلیلزاد_کتنه
د افغانستان د سولي په چارو کې د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد د افغانستان د سولي د پروسې او د افغانستان او پاکستان د پولو د مدیریت په هکله د پاکستان د فوځ له لوی درستیز سره وکتل.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 08, 2020 12:04 Asia/Kabul
  • د پاکستان د فوځ د لوی درستیز سره د خلیلزاد کتنه

د افغانستان د سولي په چارو کې د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد د افغانستان د سولي د پروسې او د افغانستان او پاکستان د پولو د مدیریت په هکله د پاکستان د فوځ له لوی درستیز سره وکتل.

خلیلزاد وروسته له دې چې په کابل کې له افغان چارواکو سره د افغانستان د سولې د راتلونکي پړاو په اړه خبرې وکړې، پاکستان ته لاړ.

د پاکستاني رسنیو د راپور له مخې، خلیلزاد او جنرال قمر جاوید باجوه د دوو خواوو د دلچسپۍ پر موضوعاتو، د افغان کډوالو، د افغانستان د پخلاینې د پروسې، د افغانستان او پاکستان د پولو د مدیریت او په مجموع کې د سیمې د امنیت په اړه خبرې وکړې.

راپورونه وايي چې خلیلزاد په کابل کې له افغان چارواکو سره د سولې د خبرو د پیلېدو د نېټې او ځای په اړه خبرې وکړې او موافقې ته ورسېد.

ګومان کېږي چې خلیلزاد کابل ته تر رسېدو وړاندې قطر ته هم تللی او له طالبانو سره یې خبرې کړي دي.

تراوسه پورې په دې اړه نه امریکا او نه طالبانو څه ویلي دي.

د خبر پای/.