پاکستان او افغانستان کښې د کورونا ناروغان زیات شوي
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i90629-پاکستان_او_افغانستان_کښې_د_کورونا_ناروغان_زیات_شوي
زمونږ خبریال وايي د پاکستان حکومت پرون په هیواد کښې په کورونا ویروس د ککړو کسانو د شمیر یولک درې زره او شپږ سوه یواویا ته د رسیدا خبر ورکړ او ویې ویل د دغه ناروغۍ له کبله دوه زره (۲۰۰۰) کسان مړه شوي هم دي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 09, 2020 00:11 Asia/Kabul
  • پاکستان او افغانستان کښې د کورونا ناروغان زیات شوي

زمونږ خبریال وايي د پاکستان حکومت پرون په هیواد کښې په کورونا ویروس د ککړو کسانو د شمیر یولک درې زره او شپږ سوه یواویا ته د رسیدا خبر ورکړ او ویې ویل د دغه ناروغۍ له کبله دوه زره (۲۰۰۰) کسان مړه شوي هم دي .

دغه راز د پاکستان لومړي وزیر عمران خان وویل چې په دغه هیواد کښې به تر اګست میاشتې پورې په کورونا ویروس نور ډیر کسان هم ککړ شي .

هغه وویل د کار روزګار بندول د کورونا د مخه د نیولو حل لاره نه ده .

په عین حال کښې د افغانستان د روغتیا وزارت هم پرون وویل په هیواد کښې په کورونا ویروس پینځه سوه پینځه اویا (۵۷۵)نور کسان ککړ شوي او د ټولو ناروغانو شمیر اوس شل زره نهه سوه اولسو (۲۰۹۱۷) ته رسیدلی دی .

په افغانستان کښې د کورونا ویروس له کبله دولس(۱۲) نور کسان مړه شول او د مړو شمیر اوس درې سوه نهه شپیتو(۳۶۹) ته رسیدلی دی .