امریکا په نړۍ کښې نوره هم سپکه او رسوا شوي ده
ایرنا خبري اژانس وايي د پاکستان د مجلس وحدت مسلمین مشر علامه راجا ناصر عباس جعفري د امریکا د یوه (۱) سپین پوستي پولیس افسر په لاس د تورپوستي ښاریز جارج فلویډ وژل کیدا ته په غبرګون کښې وویل دغه وژلې او توکمیز توپیر په نړۍ کښې امریکا نوره هم پسې رسوا کړي ده .
هغه پرون د امریکا د پولیسو د افسر په لاس د تورپوستي ښاریز د وژلې د دوو (۲) اونیو له تیریدا وروسته په دغه هیواد کښې د پراخو مظاهرو دوام ته په غبرګون کښې وویل د توکمیز توپیر په غندلو کښې په امریکا کښې د میلیونونو خلکو مظاهرې او غږ پورته کولو نه یوازې د واشنګټن ستني لړزانده کړي دي بلکې د امریکا د سرغنو جعلي رعب یې هم مات کړی او امریکا په نړۍ کښې نوره هم پسې بدنامه او رسوا شوي ده .
د پاکستان د مجلس وحدت مسلمین مشر علامه راجا ناصر عباس جعفري زیاته کړه ډونالډ ټرمپ ترټولو جنجالي ولسمشر دی چې د امریکا خلک یې تجربه کوي داسی سړی چې د عقل پرځاې یې له سرزورۍ ډک احساسات غوره کړي دي چې د نړۍ د امنیت لپاره درنې پایلې لري .
هغه وویل د امریکا ناپاک لاسونه په یمن ، عراق ، سوریې ، فلسطین او افغانستان کښې د مظلومو ملتونو په وینو ککړ دي او واشنګټن حتی د ایران د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران د قدس ځواک د قومندان قاسم سلیماني په ټرور کولو سره ترټولو بوږنونکی جنایت ترسره کړ او اوس دا طبعیت او فطرت دی چې د امریکا له سرغنو او مشرانو د دغو بشري ضد او ظالمانه کارونو انتقام اخلي .
بل خبر دا چې د امریکا د تورپوستي ښاریز جارج فلویډ کورنۍ چې د هغه له توکمپالنې ډکې وژلې په ټوله دنیا کښې مظاهرې رامینځته کړي دي په ملګروملتونو غږ کړی دی چې د هغه د مړینې په هکله تحقیق وکړي .
د جارج فلویډ د کورنۍ وکیل« بن کرامپ »پرون په یوې(۱) بیانیې کښې د دغه غوښتنې په اعلانولو سره په ملګروملتونو غږ وکړ چې د امریکا په پولیسو کښې د نظام منده بدلونونو د رامینځته کولو په هکله وړاندیزونه مطرح کړي .