د کورونا ویروس اویا کلن سړي کلیزه ولمانځله
زمونږ خبریال وايي د پاکستان د خیبر پښتونخوا صوبې د مرکز پیښور په حیات اباد طبي روغتون کښې د کورونا ویروس یوه(۱) مریض اسد نوید خپله اویایمه (۷۰) کلیزه ولمانځله .
د پیښور په حیات اباد طبي روغتون کښې تر درملنې لاندې اویا(۷۰) کلن ناروغ اسد نوي په ايي سي یو (intensive care unit) یعني د روغتون په ځانګړیو څارنې برخې کښې د خپلې کلیزې د لمانځلو غوښتنه کړي وه .
د کورونا ویروس د دغه اویا(۷۰) کلن مریض د خواهش د پوره کولو لپاره د حیات اباد روغتون ډاکټرانو هغه ته یو(۱) کیک ډالۍ کړ .
د کورونا دغه اویا(۷۰) کلن مریض له تیرو څلورو (۴) ورځو راهسې د پیښور په حیات اباد روغتون کښې بستري دی او درملنه یې روانه ده .
د پاکستان په اکثرو سیمو په تیره بیا د خیبر پښتونخوا صوبې په ډیرو سیمو کښې چې اکثره خلک یې پښتانه دي کورونا ویروس جدي نه ګڼي او هغوې وايي دغه ویروس یو(۱) ګپ او ټوکه ده .
دا په داسې حال کښې دي چې کورونا ویروس یو(۱) حقیقت دی چې تراوسه یې په ټوله دنیا کښې په میلیونو خلک ککړ کړي او په لکونو نور یې وژلي هم دي .
د پاکستان خلک په تیره بیا د خیبر پښتونخوا صوبې وسیدونکي باید کورونا ویروس جدي وګڼي او طبي سپارښتنو ته پام وکړي چې خلک له دغه منحوص ویروس څخه په امان کښې پاتې شي .